کورپاڼه / خپلواک / د ګډ ژوند د ښه والي او د خوښ اوسېدو په اړه یو څو لارښوونې

د ګډ ژوند د ښه والي او د خوښ اوسېدو په اړه یو څو لارښوونې

له ښځې پرته د نارینه ژوند نیمګړی وي، له واده وروسته میرمن خپل کور، خور، ورور، ملګري او ډېرې نورې اړیکې پرېږدي او د خاوند کور ته ځي، خو دوی په نوی چاپیریال د بلدتیا لپاره یو څه وخت ته اړتیا لري، نو د واده لومړي دوه کلونه ډېر اړین وي او هغه نارینه چې دغه وخت په هوښیارۍ سره تېر کړي نو ژوند به ډېر په خوښۍ سره تېر شي، راځئ چې نن ورځ هغه لارې چارې زده کړو چې په ترسره کولو یې خپله میرمن خوشحالولی شو.

له خپلې میرمنې سره ښه سلوک وکړئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو بیبیانو سره یو ډول سلوک او ډېره زیاته مینه کوله، کله چې تاسې له خپلې میرمنې سره ښه سلوک کوئ نو دا ددې څرګندونه کوي چې ستاسو ملګرې تاسو ته څومره مهمه ده او څومره احترام یې کوئ.

د میرمنې ستاینه مو وکړئ، میرمن د نړۍ یواځینی مخلوق دی چې په دروغو یاهم په رښتیا یې ستاینه کولی شئ او د ښځې لویه کمزوري هم ستاینه کول دي او کله چې د ځان صفت اوري نور هر څه هېروي او له واده وروسته د میرمنې د خوشحاله ساتلو ترټولو لوی فارمول هم د میرمنې ستاینه کول دي.

میرمن د خاوند ترټولو باوري ملګری وي، نو باید ښځې ته دا باور ورکړئ چې تاسې ورباندې باور لرئ، خبرو ته یې غوږ ونیسئ، یو ښه اورېدونکی واوسئ ترڅو د میرمنو ذهني فشار مو کم شي، زړه درته تش کړي، خبرې ورسره وکړئ او کله چې تاسې دغه کارونه ترسره کړئ نو میرمن به مو د خوندیتوب احساس وکړي. د واده له ورځې وروسته د انجلۍ ذمه داري د خاوند په غاړه کېږي او کله یې چې د خوندیتوب خبره کېږي، نو خاوند باید ښځې ته ثابته کړي، چې دغه ذمه داري تر کومه حده احساسوئ.

ځینې وختونه مو میرمنې د خپګان ښکار کرځي، نو تاسې باید ورسره خبرې وکړئ بیا په وړو وړو خبرو کې مشوره وکړئ، ځینې وخت نارینه په ستونزو کې را ګېرېږي او په داسې حالاتو کې ښځه کم عقله ګڼي او مشوره ورسره نه کوي، خو باید په یاد یې ولرئ چې میرمن هیڅکله خاوند ته غلطه مشوره نه ورکوي.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …