کورپاڼه / جالب / یو شخص په دوامداره توګه شپږ دیرش ساعته په ټال کې تېر کړل

یو شخص په دوامداره توګه شپږ دیرش ساعته په ټال کې تېر کړل

په نیوزیلینډ کې یو اوولس (۱۷) کلن هلک هغه وخت د نړیوالو ریکارډونو د ثبت ادارې (ګینز) ریکارډ مات کړ، کله چې یې په دوامداره توګه شپږ دیرش ساعته په ټال کې تېر کړل او ټال یې خواړه.

د هاکي د خلیج اوسیدونکی اوولس (۱۷) کلن پیټرک کوپر د شنبې د ورځې پر سهار لس بجې او لس دقیقې د تاراډیل د سیمې په یوه پارک کې ټال خوړل پیل کړل او د یکشنبې په ورځ یې لس بجې او لس دقیقې ټال خوړل بس کړل.

ځوان وایي، چې نوموړي اراده درلوده چې په نهو بجو به ټال خوړل پیلوي، خو سهار لږ په ځنډ سره پورته شو، نو ځکه خو ځنډ شو.

ویل کېږي چې کوپر اوسمهال هڅه کوي، چې د نړیوالو ریکارډونو د ثبت ادارې (ګینز) لپاره د ټال خوړلو ویډیو د ثبوت لپاره وړاندې کړي. ویل کېږي چې اوسني ریکارډ مخکینی ریکارډ مات کړی، چې د نیوزیلینډ یو اوسیدونکي د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې دوه دیرش ساعته، دوه دقیقې او درې ثانیې یې په ټال کې تېر کړې وې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …