کورپاڼه / خپلواک / ګلبدين نايب د کرکټ بورډ له چيرمېن مننه کړې
ګلبدين نايب، فرهان يوسفزى او راشد خان

ګلبدين نايب د کرکټ بورډ له چيرمېن مننه کړې

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ اکتوبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب د افغانستان کرکټ بورډ له عمومي مشر فرهان يوسفزي مننه کړې ده.

ګلبدين نايب چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر هم پاتې شوى، هغه په شپږيزه کرکټ ليګ کې بيا د بوست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشر و، نوموړى توپوهنه او توپ اچونه دواړه ترسره کوي.

ګلبدين نايب په خپل ټويټر باندې په يوه ټويټ کې د کرکټ بورډ له عمومي مشر فرهان يوسفزي مننه کړې ده. هغه په خپل ټويټ کې ويلي دي، چې فرهان يوسفزى د لوبغاړو څخه پوره ملاتړ کړى دى. نوموړي د فرهان يوسفزي د ښې روغتيا غوښتنه هم کړې ده.


د يادولو ده چې ګلبدين نايب چې تر نړيوال جام مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و، تر نړيوال جام وروسته له لوبډلمشرۍ ليرې او په ځاى يې راشد خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر غوره شو.

افغانستان د راتلونکې نومبر مياشتې په ٦مه نېټه په هند کې له ويسټ انډيز سره لوبې پيلوي، چې ګلبدين نايب هم دغه لوبو ته غوره شوى دى. دغه لوبې چې د نومبر په ٦مه نېټه پيلېږي، د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

دغه لوبې چې د افغانستان په کوربه توب د هند په لکنو ښار کې ترسره کېږي، درې يو ورځنۍ، درې شل اوريزې او يوه ټېسټ سيالي پکې شامله ده.

يادو لوبو ته ويسټ انډيزۍ لوبډلې د اکتوبر په ١٥مه او د افغانستان کرکټ بورډ بيا د اکتوبر په ٢٥مه د خپلو لوبډلو نومونه اعلان کړل، خو د افغانستان د ټېسټ لوبډلې نوملړ ښايي وروسته اعلان شي.

د يادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي هم په خپل يوه پوسټ کې د لوبغاړو ملاتړ کړى او هيله يې څرګنده کړې ده چې افغان اتلان به د ويسټ انډيز پر وړاندې ښې لوبې ترسره او برياوې به خپلې کړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …