کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په سمندري سپنجونو سره د سرطاني حجرو درملنه کېږي

په سمندري سپنجونو سره د سرطاني حجرو درملنه کېږي

ساینسپوهان په دې باور دي، هغه کیمیاوي توکي چې د انساني ناروغیو د درملنې وړتیا لري، ډېری یې په سمندر کې موندل کېږي.

اوسمهال څېړونکو په کیمیاوي توګه یو داسې ترکیب جوړ کړی، چې د سمندري سپنج څخه بېل شوی و، چې دغه ترکیب د سرطاني حجرو د له منځه وړلو وړتیا په ځان کې لري او د سرطان د مخنیوي له درملو سره یوځای نور هم ښه کار کوي او اوسمهال څېړونکي په دې هڅه کې وي چې داسې نور سمندري کیمکل هم وموي، چې د انساني ناروغیو د درملنې وړتیا لري.

په ۲۰۱۹ کال په ساینسي نړۍ کې د سایټرباین د وړاندې کولو پنځوسم کلیزه ولمانځل شوه او دغه درمل له سمندري توکو څخه ترلاسه شوې لومړني درمل ول او د لیوکیمیا د درملنې لپاره د سمندري سپنجو څخه ترلاسه شوی و.

ویل کېږي چې اوسمهال په روسیه کې ختیځ فدرالي پوهنتون څېړونکو له سمندري سپنجو فیسکیلوپنسس ریټیکولاټا څخه د ۳.۱۰-ډبریومو فاسپلیسن په نوم مرکب بېل کړی.

ویل کېږي چې دغه مرکب یې د پروستات په سرطان د کیموتراپۍ سره یوځای کارولی او مثبتې پایلې ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …