د یخو څښاکو یا مشروباتو څښل زموږ عادت ګرځېدلی او ډېر وخت یې څښو، خو ځینې کسان بیا داسې وي چې په ورځني ډول سره یخ څښاک یا کولا څښي، خو روغتیایي کارکوونکي خبرداری ورکوي چې یوه پیاله یخ څښاک خم زموږ د بدن لپاره زیانمن وي.
هسې خو د یخو څښاکو یا مشروباتو استعمالولو ډېر زیانونه وي، چې ترټولو عام زیانونه یې چاغښت او د شکر ناروغۍ دي، دغه راز ځینې نورې ستونزې هم رامنځته کوي چې په ځنډ سره څرګندېږي لکه د غاښونو او هډوکو زیانمنېدل، د پوستکي ناروغۍ، د زړه ناروغۍ، ژور خپګان، مرګي، زړه بدوالی، د نظر کمزوري او د پوستکي خارښت.
خو اوسمهال د یخو څښاکو یو بل زیان هم په ګوته شوی او هغه دا چې یخ څښاک د سرطان سبب کېږي. څېړونکې وایي چې په اوونۍ کې یوازې دوه ځلې د یخو څښاکو استعمال د انسولینو کچه لوړوي او د ترخې د سرطان خطر ډېروي.
دغه راز په ورځي ډول د یخو څښاکو استعمال په نارینه وو کې د مثانې د سرطان خطر څلوریښت سلنه ډېروي او د یو نیم یخو څښاکو استعمال بیا په ښځو کې د سینې د سرطان خطر ډېروي.
څېړونکې وایي چې په یخو څښاکو کې موجود توکي شپږ ډوله سرطان رامنځته کوي، چې د خېټې او مثانې سرطان یې عام دي، نو دغه زهر له خپلو خوراکي توکو لېرې کړئ او پرځای یې اوبه، مېوې او جوس استعمال کړئ.