کورپاڼه / بېلا بېل / نجونې پر انټرنیټ د هلکانو کوم عادتونه نه خوښوي؟

نجونې پر انټرنیټ د هلکانو کوم عادتونه نه خوښوي؟

انجونې پر انټرنیټ د هلکانو کوم عادتونه خوښوي او کوم یې بیا نه خوښوي؟ ددې پوښتنې ته څلورو انجونو ځواب ورکړی. د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي د لندن یوې اوسیدونکي مومو چې یوویشت کاله عمر لري ویلي دي، هغه نارینه خوښوي چې په ساعتونو ورسره خبرې وکړي او په ساعتونو ورسره خاموشه واوسي، دغه راز هغه هلک خپل ملګری کوي، چې خندونکی وي، خو هغه کسان چې د انجونو د اغېزمنولو لپاره هڅه کوي، مصنوعي رویه کوي او پرته له کوم سبب پر نورو طنز کوي، بالکل یې نه خوښېږي.

یو بله یوویشت کلنه انجلۍ چې د برسټل اوسېدونکې او د ایلا په نوم یادېږي، وایي چې هغه هلکان خوښوي چې په اړه یې پوښتنې کوي او د پېژندلو هڅه یې کوي، په ځان باور ولري، هوښیار وي او خندونکي وي، خو هغه هلکان چې مغروره، ناپوه او د ځان په اړه خبرې کوي، نه یې خوښوي.

د ایکسیسټر اوسیدونکې شل کلنه لي وایي، هغه کسان چې د ټوکې او طنز ترمنځ توپیر وکړی شي، خندونکی وي او د هغه شیان په اړه چې مینه ورسره لري خبري کوونکي خلک یې خوښوي، خو مغروره، بداخلاقه او هغه کسان چې په ټوکه یې خندا نه کوي بد یې راځي.

د کارک اوسیدونکې دوه ویشت کلنه ایلي وایي، هغه کسان چې په ځان باور ولري، له نورو سره د خبرو سلیقه ولري او په اړه یې د پوهېدلو هڅه کوي خوښېږي یې، خو هغه کسان چې د نورو احترام نه کوي نه یې خوښوي.

دا هم ولولئ

کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي …