کورپاڼه / جالب / په انګلیستان کې یو بندي له څو لسیزو بند وروسته ډېره جالبه غوښتنه کړې

په انګلیستان کې یو بندي له څو لسیزو بند وروسته ډېره جالبه غوښتنه کړې

چارلس برونسن په انګلیستان کې یو له هغه بندیانو څخه ګڼل کېږي، چې اوږده موده یې په زندان کې تېره کړې، نوموړی اوسمهال د اته شپېته کلونو دی او د ځوانۍ ټول عمر یې په زندان کړی او د روان کال تر آخره به خوشي شي، خو چارلس له خوشې کېدو وروسته د ژوند د تېرولو لپاره ډېره جالبه غوښتنه کړې.

د ډیلي سټار د راپور له مخې چارلس برونسن ویلي، چې نوموړی به له جیل څخه د خوشې کېدو وروسته د پنجرې تر شا ژوند کوي، چې په اړه یې له خپل زوی سره خبرې کړي او ویلي دي چې یو موټر دې ورته واخلي او د موټر د ښېښو سره دې سیخونه ولګوي ترڅو زندان سره ورته شي.

چارلس وایي، چې بیابه دغه موټر د سمندر په غاړه دروي او ژوند به ور پکې کوي، دغه راز د دندې وړاندیز هم ورته شوی، چې له خوشې کېدو وروسته به دنده هم کوي.

د چارلس په اړه ویل کېږي چې نوموړي به له نورو بندیانو او د زندان ساتونکو سره بدسلوک کاوه او د انګلیستان د تاریخ جنګیرک بندي ګڼل کېږي، خو اوسمهال چارلس د خپل سلوک په اړه وایي، چې اوسمهال له خلکو سره په نرمۍ چلند کوي او عزت یې کوي، په ټولنه کې چاته خطر نه پېښوي او ښه ژوند به تېروي.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …