کورپاڼه / روغتيا / کوم ډول خواړه د شکر د ناروغۍ سبب کېږي؟

کوم ډول خواړه د شکر د ناروغۍ سبب کېږي؟

شکر یو له هغه ناروغیو څخه ده چې اوسمهال یې د نړۍ په سطحه کچه لوړه شوې او روغتیایي کارپوهان ددغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خوراک او څښاک په عادتونو کې د بدلون په ګډون ورزش کول هم ګټور ګڼلی دی.

روغتیایي کارپوهان که چېرته د ژوند د تېرولو طرز طریقه بدله نه کړو، نو کیدلی چې د شکر د ناروغۍ کچه څو برابره ډېره شي، دوی زیاتوي چې نه یوازې د ورېژو او بریاني خوراک زیانمن وي بلکې د ډېرو کاربوهایډریټو استعمال هم تاواني دی.

کاربوهایډریټونه هم په دوه ډوله دي، یو یې ساده او بل یې پېچلي، چې ساده یې باید ونه کارول شي او پیچلي یې باید وکارول شي، دغه راز په خوراکي توکو کې باید بدلون رامنځته شي او د ورزش کول هم اړین وي.

بازاري توکي، یخ څښاک یا مشروبات، پیزا یا برګر او د چپسو استعمال د لوږې احساس ډېروي او په نتیجه کې وزن زیاتوي او د وزن ډېرېدل د شکر ناروغۍ ته د بلنې په توګه کار کوي او شکر بیا هغه ناروغي چې انسان په خاموش ډول سره له منځه وړي.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …