کورپاڼه / اسلام / دریمه برخه: هغه عملونه چې ترسره کول جنت ته د داخلېدو سبب کېږي

دریمه برخه: هغه عملونه چې ترسره کول جنت ته د داخلېدو سبب کېږي

  • ښه خوی او نور ته ګران کېدل: حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، هر هغه کس چې د نرم زړه خاوند وي، ښه خوی ولري او خلکو ته ګران وي، د دوزخ اور پرې حرام دی.

  • د دوو یا له دوو د زیاتو لورګانو ساتنه: حضرت انس بن مالک رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې دوه انجونې تر ځوانۍ پورې وساتلې او وپاللې، د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چې نبي کریم صلی الله علیه به له ګوتې نېولی وي.

  • له اوداسه وروسته دوه رکعته نفل کول: حضرت ابو هریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ د سهار له لمانځه وروسته له حصرت بلال رضي الله عنه څخه وپوښتل، ای بلاله! چې له اسلام راوړلو وروسته ستا هغه کوم عمل دی چې امید ورته لرې چې ته به پرې وبخښل شي، ځکه چې بیګا شپه ما په جنت کې له خپل ځان څخه دمخه ستا د تګ آواز واورېد، حضرت بلال رضي الله عنه وویل، چې خو له دې زیات هیله بخښوونکی عمل نه کوم چې د ورځې یا شپې کله هم اودس کوم نو څومره چې الله تعالی ته منظور وي لمونځ کوم.

  • لمونځ، د روژي پابندي، د خاوند اطاعت او پاک لمني: حضرت ابو هریره رضي الله عنه وایي، هغه ښځه چې پنځه وخته لمونځ ادا کوي، د رمضان روژې نیسي، د خپل ځان ساتنه کوي، د خپل خاوند اطاعت کوي، نو د قیامت په ورځ به ورته وویل شي، چې د جنت اته دروازې دي چې په هره دروازې دې زړه غواړي داخل شه.

  • د یتیم ساتنه کول: حضرت ابوهریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، هغه کس چې د یتیم ساتنه کوي که هغه د یتیم خپلوان هم وي، په کې به زه او هغه د دوو ګوتو په څېر یوځای یو. امام مالک رحمه الله د شهادت او منځنۍ ګوتې ته اشاره کړې.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …