کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه کمپیوټري پروګرام تیار شو چې د ماشومان ژور خپګان کموي

هغه کمپیوټري پروګرام تیار شو چې د ماشومان ژور خپګان کموي

مور او پلار که هر څومره بې پروا شي، ماشومان او کوچنیان د ژور خپګان او ناهیلۍ سره مخ کیدلی شي، خو اوسمهال دغه کیفیت د کمپیوټر په یو پروګرام سره چې په بشپړ ډول سره د فاصله رامنځته کوي، د لېرې کولو تجربه یې شوې او هیله بخښوونکې بریا یې ترلاسه کړې.

د چارلس شمت د ساینس پوهنځي ساینسپوهانو د کمپیوټر د یو پروګرام په مرسته په ماشومانو کې د منفي فکرونه کچه ټیټه کړې او له اته کلنۍ څخه تر دولس کلنو ماشومانو کې خپګان، نا آرامي، غوسه او نور حالتونه د دماغي اي اي جي سره کتلي دي.

ارواپوهان وایي چې په دې عمر کې ماشومان د ټولنیزو معلومات ترڅنګ احساساتي او اروایي کیفیات سره هم مخ کېږي او د ډېرو ستونزو ښکار ګرځي.

ماشومان ته به د کمپیور ټر پر پروګرام د اروایي او احساساتي کیفیاتو روزنه ورکول کېږي او دا هر څه به په کور کې ترسره کوي، دغه راز دغه پروګرام به د انساني احساساتو په بیانولو کې هم مرسته وکړي خو که چېرته یې مخنیوی وشي نو نا آرامي او خپګان به رامنځته کړي.

ویل کېږي چې ارواپوهانو د دریو پروګرامونو په ذریعه ماشومان ته تر څلور اوونیو په شپاړس غونډو کې روزنه ورکړه، د احساساتو، حافظې سره اړوند پروګرامونه ول، دغه د ماشومانو د دماغو اي اي جي هم وکتله شوه، نو په پایله کې معلومه شوه چې په ماشومانو کې د ژور خپګان کچه کمه شوې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

د وټساپ هغه فیچر یا ځانګړتیا چې کاروونکې یې له ډېره وخته په تمه دي

وټساپ د نړۍ ترټولو مشهور د میسج یا پیغام لېږلو اپلیکیشن دی، چې له دوه …