د افغانستان کرکټ بورډ د افغان ١٩ کلنې لوبډلې لوبغاړو لپاره د هند وېزو ته اپلايي کړې وه، چې هند ورته وېزې ورنه کړې او د وېزو د نه ترلاسه کولو له امله د افغان ١٩ کلنې لوبډلې سفر لغوه شو.
د افغانستان کرکټ بورډ د هند په ګډون د نورو هېوادونو د کرکټ بورډونو سره اړيکې تر دې حده پورې خرابې شوې دي، چې اوس ان افغان لوبغاړو ته هند هم وېزې نه ورکوي.
د کرکټ بورډ د يوې سرچينې په وېنا، افغان ١٩ کلنه لوبډله چې لومړى هند او له هغه ځايه بيا بنګله دېش ته تلله، د بنګله دېش سره يې لوبې لرلې، خو کله چې يې د هند وېزو ته اپلايي وکړه، نو د هند سفارت ترې د هند کرکټ بورډ د تاييد غوښتنه وکړه.
دغه سرچينه وايي، چې کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ ته ايمېل هم وکړ او په دې برخه کې يې ترې مرسته وغوښته، خو تراوسه پورې د ايمېل ځواب هم نه دى راکول شوى.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې مسوول حکمت حسن د مارچ په لومړۍ نېټه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي و، چې د ١٩ کلنو لوبډلې ته د هند د وېزو لپاره اپلايي شوې او د مارچ په لسم به د ټولو لوبغاړو وېزې راشي.
خو خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ يوې سرچينې وويل، چې د افغان ١٩ کلنو لوبډلې سفر لغوه شوى دى، ځکه چې هند ورته وېزې ورنه کړې.