موږ ټول په دې پوهېږو چې ځیرک موبایلونه زموږ د ماشومانو د ژوند برخه ګرځېدلي دي او د هر عمر ماشومان تر ډېره وخته ځیرک موبایلونه یا ټابلیټ کاروي، خو دغه کړنه د ماشومانو ذهني وړتیاوې تر اغېزو لاندې راولي، په ځانګړي توګه هغه ماشومان چې ځوانۍ ته نږدې وي.
په دې وروستیو کې په المان کې د یوې څېړنې له مخې د ماشومانو پر رویه د ځیرک موبایل او ټابلیټ اغېزې څرګندې شوې او وویل شول چې د ځیرک موبایلونو ډېر استعمال په ماشومانو کې ذهني فشار او د تمرکز ستونزې رامنځته کوي. بله خوا ویل کېږي چې د نوو تخنیکي وسایلو ډېر کارول کورنۍ اړیکې اغېزمنوي، دغه راز د سترګو لپاره یې زیانمن وي او د ستړیا ترڅنګ د خپګان سبب یې هم کېږي.
تر ډېره وخته کمپیوتر ته ناست یاهم ګیمونه کول د چاغښت سبب هم کېږي، د ملا د تېر دردونه رامنځته کوي او د اوږو، ورمېږ او د لاسونو د بندونو درد رامنځته کوي او د بې خوبۍ ستونزه خو بیا په سر کې کرار لري.
هغه ماشومان چې په موبایل کې ګیم کوي، تمرکز له لاسه ورکوي او تعلیمي وړتیا یې اغېزمنېږي او د نیم سري ستونزه هم رامنځته کوي، رویه یې بدلوي او غوسه ناک کوي یې.
والدین به پورتني ټول ټکي په پام کې ونیسي او خپلو ماشومانو ته اصول وټاکي، د استعمال ځایونه یې ور په ګوته کړي او خبرې ورسره وکړي، د موبایل مثبت استعمال ور زده کړئ، له دریو کلنو څخه کم عمره ماشومانو ته موبایل مه ورکوئ او باور ورکړئ چې دا وخت ورته د موبایل استعمال بېخي زیانمن وي.