کورپاڼه / خپلواک / د بنګله دېش کرکټ بورډ شکېب الحسن محکمې ته راکاږي
شکېب الحسن

د بنګله دېش کرکټ بورډ شکېب الحسن محکمې ته راکاږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ اکتوبر ٢٠١٩): د بنګله دېش کرکټ بورډ د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او د نړۍ مخکښ الراونډر شکېب الحسن محکمې ته د کش کولو پرېکړه کړې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وينا، د بنګله دېش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن وايي، چې که چېرته شکېب الحسن دوى ته قانع کوونکى ځواب ورنکړ، نو دوى به يې پر وړاندې سخت ګام پورته کړي.

د کرکټ بورډ مشر په خپلو خبرو کې زياتوي، چې دوى به د پخواني لوبډلمشر شکېب الحسن تر څنګ د هغه شرکت څخه هم جريمه ترلاسه کړي، چې له شکېب الحسن سره يې دغه تړون لاسليک کړى دى.

د بنګله دېش کرکټ بورډ او لوبغاړي ښکر په ښکر شوي

افغانستان سره لوبه، بنګله دېش له شرمه ډک ريکارډ خپل کړ

راشد خان د بنګله دېش سره په لوبه کې ريکارډونه جوړ کړل

د اکتوبر په ٢٢مه نېټه د بنګله دېش د موبايل يو مشهور شرکت اعلان وکړ، چې نامتو الراونډر شکېب الحسن دوى خپل برانډ اېمبېسېډر مقرر کړى دى، چې د دغه اعلان په ځواب کې د بنګله دېش کرکټ بورډ وويل، چې شکېب الحسن د دوى اصول يا قانون (کنټرېکټ کوډ آف کنډکټ) مات کړى دى.

تر دې مخکې شکېب الحسن د لوبغاړو د معاشونو او پېسو زياتولو په برخه کې هم د بنګله دېش کرکټ بورډ پر وړاندې احتجاج کړى و او ويلي يې و، که د دوى غوښتنې ونه منل شي، نو دوى به په هېڅ ډول کرکټ کې ګډون ونکړي. خو له هغه وروسته يې د بنګله دېش کرکټ بورډ د خبرولو پرته له يوه موبايل شرکت سره تړون لاسليک کړى دى، چې د کرکټ بورډ له قانون يې سرغړونه کړې ده.

د يادولو ده چې شکېب الحسن يو د نړۍ له نامتو الراونډرانو څخه دى، چې نه يوازې د بنګله دېش کرکټ لوبډلې لپاره تل ښه لوبېدلى دى، بلکې په تجارتي ليګونو کې يې هم د لوبډلو لپاره ډېرې لوبې ګټلي دي. هغه په ٢٠١٩ نړيوال جام کې هم يو له غوره لوبغاړو څخه و، چې په توپ اچونه او توپوهنه دواړو برخو کې ښه وځلېده.

د خپلواک وېبپاڼې يوټيوب چېنل درسره تعقيب کړئ:

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …