د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه د متحده عربي اماراتو په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې پيلېدونکې ده، چې د لوبې تر پيلېدو مخکې اصغر افغان د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د دويم ټېسټ لپاره پنځه لوبغاړي په لوبډله کې بدل کړي دي، راشد خان چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ګوتې د ټپ له امله نه و لوبېدلى، اوس بېرته لوبډلې ته راستون شوى دى.
د افغانستان ١١ کسيزه لوبډله:
ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال، افسر ځاځى (ويکټ ساتونکى)، اصغر افغان (لوبډلمشر)، شاهدالله کمال، راشد خان، امير حمزه هوتک او سيد شېرزاد.
د زمبابوې ١١ کسيزه لوبډله:
پرينس ماسويري، کيوين کسوزا، تاريساى مسکندا، سين ويليمس (لوبډلمشر)، ويسلي ماديويري، سکندر رضا، ريان برل، ريګيس چکابوا (ويکټ ساتونکى)، ډونالډ ټريپانو، بليسنګ موزرباني او ويکټور نياچي.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې زمبابوې په ستر توپير د لوبې په دويمه ورځ افغانستان ته ماتې ورکړې وه.