په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د ناجیریا یو اوسیدونکی د بحث موضوع ګرځېدلې او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا ډېر رټل شوی او کم عقل یې ګڼلی، ځکه چې یو ډېر قیمتي ماهي یې له ارزښت څخه په ناخبرۍ کې پوخ کړی او خوړلی دی.
د ټولنیزو رسنیو کې ویل کېږي، چې دغه شخص د ناجیریا اوسیدونکی دی او د (بلیو مارلن) په نوم ماهي یې نیولی، خو دغه شخص او کلیوال یې له قیمت څخه ناخبره ول، نو لومړی یې مړ کړ او بیا پوخ او وخوړ.
ویل کېږي چې د بیلو مارلن په نوم ماهي یو پونډ تقریباً ۳۱۰۰۰ ډالره دی او په همدې حساب نېول شوي ماهي تر شپږویشت لکو ډالرو پورې ارزښت درلود، چې بیا یې دغه روپۍ تر راتلوونکو څو نسلونو پورې کافي وي، خو له بدبخته چې په ناخبرۍ کې یې ماهي پوخ او وخوړ.
یاده دې چې بلیو مارلن ماهي د سمندر له تېزو او پیاوړو ماهیانو له جملې څخه دی، چې وزن یې تر اته سوه شل کیلو ګرامو ته او اوږدوالی یې تر شپاړس فوټو پورې رسېږي.