هغه کسان چې د عضلاتو د جوړولو لپاره انابولیک سټرایډز کاروي د ټیسټوسیټرون په نوم د هورمون اوږد مهاله تولید یې اغېزمنېږي او د شنډېدو خطر یې ډېرېږي.
څېړونکي وایي، چې نارینه باید د بدن د جوړولو لپاره هیڅکله سټرایډز استعمال نه کړي، ځکه چې پر بدن یې تر ډېره اغېزې پرېوځي او خطرناک تمامېږي. دغه راز پر هورمون یې اوږد مهاله اغېزې پرېوځي او د درملنې امکان یې کم دی.
ویل کېږي چې سټرایډز د هورمون د سطحې سربېره د سپرم شمېر هم کموي او د ویښتانو د توییدو خطر ډېروي. څېړونکي وایي چې له پایلو یې دا هم ترلاسه کړي، چې د سټرایډز پرېښودونکي کسان هم تر دوه نیمو کلونو پورې له ذکر شوو ستونزو سره مخ وي.
د څېړنو له پایلو منل شوې چې تر ډېره وخته د انابولیک سټرایډز استعمال د انسان پر بدن تر اوږده مهاله اغېزې ښېندي. له دې وړاندې هم موندل شوې وه چې سټرایډز ډېر استعمال د کلیسټرول، فشار او د زړه او شیریانونو اړوند ناروغۍ رامنځته کوي او د زړه د حملې سربېره د فلج خطر هم ډېروي، دغه راز ځیګر ته هم زیانمن تمامېږي.