کورپاڼه / خبرونه / ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې دويمه پنځوسيزه ووهله

ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې دويمه پنځوسيزه ووهله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او پيليز توپوهونکي ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې دويمه پنځوسيزه هم ووهله. نوموړى لومړنى افغان توپوهونکى دى چې د زمبابوې پر وړاندې يې دوه پنځوسيزې وهلي دي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې افغانستان لومړى توپوهنه ترسره کوي، چې ابراهيم ځدراڼ پکې په ٩٩ توپونو ٥٢ ناسوځېدلې منډې کړې دي.

ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په دويمه پاڼۍ کې هم نيمه سليزه يا پنځوسيزه وهلې وه، چې نوموړي په ياده لوبه کې تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې وې.

افغانستان تراوسه پورې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٩٧ ناسوځېدلې منډې کړې دي، چې ابراهيم ځدراڼ په ٥٣ او حشمت الله شهيدي په ١٦ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي.

د يادولو وړ ده چې د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ کې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې زمبابوې په دويمه ورځ د ١٠ ويکټو په ستر توپير باندې بريا خپله کړې وه.

دا هم ولولئ

اعجاز پټېل په هند کرکټ لوبډلې ریکارډ جوړ کړ

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ورو توپ اچونکي اعجاز پټېل د هند په لوبډله ریکارډ جوړ …