کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر ځمکه یوه داسې ډبره موندل شوې چې له ځمکې هم پخوانۍ ده

پر ځمکه یوه داسې ډبره موندل شوې چې له ځمکې هم پخوانۍ ده

په انساني تاریخ کې له ځمکې څخه هم پخوانی ځلیدونکی ستوری (شهاب ثاقب) موندل شوی، چې د خپل طبیعت له مخې اور شیندونکې تیږه ده او عمر یې ۴.۶ میلیارده کاله دی، یعنې له ځمکې هم پخوانۍ ده.

ویل کېږي چې دغه تیږه یا ډبره د الجزایر له شګلنو دښتو څخه په ۲۰۲۰ کال جاپاني او فرانسوي لرغونپوهانو ترلاسه کړې وه او تېره ورځ یې پرې څېړنې پیل کړې، یاده دې وي چې د لمریز نظام د منځته راتګ یوازې دوه میلونه کال تېر شوي، چې دغه څېړنه به د لمریز نظام په اړه زموږ معلومات ډېر کړي او د ځمکې د ارتقا په اړه به مو پوه کړي.

دغه ډبرې ته یې د ایرګ چیک ۰۰۲ نوم ورکړی او په لنډ ډول ورته اي سي ۰۰۲ ویل کېږي، فرانسوي لرغونپوه جین ایلکس بیری وایي، چې له تېرو شلو کلونو څخه په دغه ډول ډبرو څېړنې کوي او دغه موندنه یې د ژوند حیرانوونکې موندنه ده.

پر ځمکه باندې دغه ډول ډبرو ته اینډیسایټ ویل کېږي، چې په جیولوژیکي برخو کې موندل کېږي، په داسې ځایونو کې په طبیعي ډول د ځمکې پلیټونه یو بل سره جنګېږي، خو تر اوسه چې کومې ډبرې موندل شوي د بزالټ څخه جوړې شوي او ددې ډبرې په اړه په لومړیو څېړنو کې وویل چې دا د یوې اوبه شوې مادې څخه جوړه شوې ده او بیا یې ۴.۶ میلیارده کاله دمخه جامد یا کلک شکل غوره کړی.

یاده دې وي چې دغه ډبره د یوې داسې سیارې برخه ده چې سیاره شوې نه ده بلکې ټوټه شوې ده، خو لا هم په دغې ډبرې څېړنې رواني او نور معلومات به هم څرګند شي.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …