کورپاڼه / اسلام / د فضایي مخلوقاتو په اړه قران څه وایي؟

د فضایي مخلوقاتو په اړه قران څه وایي؟

په بنسټیزه توګه فضایي مخلوق د الله تعالی هغه پټ مخلوق دی، چې ذکر یې شوی خو په عام ډول سره نه لېدل کېږي او په قران کریم کې هم د دا ډول مخلوق په اړه په واضح ډول ارشادات شته دی.

پرته له شکه چې کاینات ډېر پراخه دي او هره ورځ ور پکې نوي نوي مخلوقات اضافه کېږي، چې په قران کې هم ځای ځای د کایناتو د پراخوالي ذکر راغلی، الله تعالی فرمایي، ټول تعریفونه خاص د الله لپاره دي، چې ځمکه او اسمانونه یې پیدا کړي، فرښتې یې ته یې دوه ـ دوه، درې ـ درې او څلور ـ څلور وزرې ورکړي، قاصد جوړونکی دی او څومره چې وغواړي خپل مخلوق ډېرولی شي، بېشکه الله تعالی په هر څه قادر دی. په یو بل ځای کې فرمایي، او اسماني کاینات مو په ډېر قوت سره جوړ کړي او یقیناً چئ پراخوالی به ورکړي.

الله تعالی په کایناتو کې د موجودو مخلوقاتو په شمېر هم پوهېږې، ارشاد فرمایي، چې داسې مخلوقات پیداکېږي چې تاسې به یې نه پېژنئ. په قران کریم کې په ځینو تعبیراتو کې نورو اسماني مخلوقاتو ته اشاره شوې ده، ارشاد رباني دی، او د هغه له نښو نښانو څخه د ځمکې او اسمانونو پیدایښت دی او ور پکې د حیوانات پیدا هم دی چې پراخوالی یې ور کړی او په راټولولو کې یې هم لوی قادر ذات دی.
په قران کریم د العالمین کلمه ۶۱ ځلې راغلې چې د ځمکې او لمریز نظام سربېره د نورو نظامونو او مخلوقات د شتون احتمال ښیي.

دا هم ولولئ

آیا د النصر سورت له معجزو خبر یاست؟

قرانکریم د انسانانو یا بشریت د لارښوونې لپاره د الله تعالی له لورې پر حضرت …