د ټولنیزو رسنیو ترټولو مشهور ویب سایټ فیسبوک له چینایي ویډیو خپروونکي اپلیکیشن ټیک ټاک سره د سیالۍ لپاره د خپل نوي فیچر د وړاندې کولو اعلان کړی دی.
یاده دې وي چې له دې وړاندې انستاګرام هم د ټیک ټاک سره په سیالۍ کې یو فیچر، چې د ټیک ټاک څخه نقل کړی و، معرفي کړی و، چې په ټوله نړۍ کې یوازې د څو میاشتو لپاره یې وړاندې کړی و.
خو دا ځل فیسبوک ورته پرېکړه کړې او دغه فیچر یې یوازې په هندوستان کې د ازمایښت لپاره په محدوده اندازه وړاندی کړی او ویډیو به یې پر فیسبوک او انستاګرام هم خپرېدلی شي.
د فیسبوک له لورې ویل کېږي، چې له دې فیچر څخه د ګټې اخیستنې لپاره کاروونکو ته اړینه ده چې فیسبوک او انستاګرام سره وصل کړي او سربېره پر دې د فیسبوک د اوازونو په کارولو سره هم ویډیو جوړېدلی شي.
امکان دې ولري چې فیسبوک به دغه د لنډو ویډیوګانو فیچر په لنډ وخت کې د ټولې نړۍ کاروونکو ته د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې کړي.