کورپاڼه / روغتيا / مناسب خواړه د صحت مند ژوند بنسټ ګڼل کېږي

مناسب خواړه د صحت مند ژوند بنسټ ګڼل کېږي

په مناسبو غذایي توکو کې ټول غذایي توکي باید شامل وي، یعنې مناسب غذایي توکي یا خواړه په غذایي سرچینو تمرکز کوي.

اړین ټکي:

  • اعتدال اړین وي

  • له پروسیس شوو توکو څخه ډډه وکړئ، ښه خواړه، بوره او مالګه باید په لږ اندازه وي.

  • هغه مشروبات یا څښاک محدود کړئ، چې شکر لري او پرځای ډېرې اوبه وڅښئ.

  • هڅه وکړئ چې ښه او روغتیایي خواړه په تفریحي فعالیتونو سره بدل کړئ.

متوازن خواړه څه ډول وي؟

متوازن خواړه هغه خواړه وي، چې د انسان لپاره ټول غذایي توکي برابر کړي او د انسان بدن ته په مناسبې طریقې سره په فعالیتونو کې مرسته وکړي، نو د مناسبو خواړو لپاره سابو یا سبزیجاتو، مېوو، غلو، دانو او پروټین لرونکو توکو ته لومړیتوب ورکړئ او هغه خواړه یا توکي چې پروسیس شوي وي ترې ډډه وکړئ ځکه چې په پروسیس شوو توکو کې مالګه، بوره او وازده ډېره وي، چې د انسان بدن ته زیانمن تمامېږي.

پارټي یا مجلس کول:

مجلس یا پارټي کول هغه فعالیت دی چې خلک ور پکې له خوړو او نورو توکو خوند اخلي، چې په دې کې ځینې خوندور توکي وي لکه خواږه توکي یا مالګین توکي، خو ځینې داسې توکي هم پکې وي چې روغتیایي توکي ورته ویل کېږي، نو هڅه وکړئ چې له هغه توکو ډډه وکړئ چې روغتیا ته مو زیان رسوي او هغه خوړو ته لومړیتوب ورکړئ چې بدن ته مو ګټور وي.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …