کورپاڼه / جالب / د ایفون ۱۱ تر شا دې کیسې ټول خلک حیران کړي

د ایفون ۱۱ تر شا دې کیسې ټول خلک حیران کړي

په کاناډا کې له یوې میرمنې شپږ میاشتې دمخه په اوبو کې ایفون ۱۱ لویدلی و، چې اوسمهال یې بېرته روغ ترلاسه کول د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د حیرانۍ سبب ګرځیدلې ده.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه حیرانوونکې پېښه د کاناډا د برټش کولمبیا په ایالت کې رامنځته شوې او له نن څخه شپږ میاشتې وړاندې د ګودسي په نوم له یوې میرمنې چې په کښتۍ کې ناسته وه، ایفون ترې په اوبو کې لویدلی و، چې بیا یې د بیا ترلاسه کولو هیله نه لرله، خو لامبوزن بیا ګودسي حیرانه کړه.

ویل کېږي چې کلیټن او هیټر دوو لامبوزنو د ګودسي موبایل ولټاوه او میرمنې ته یې بېرته ورکړ، چې شپږ میاشتې وروسته بیاهم روغ جوړ و، خو یوازې لوډ سپیکر کې خرابه شوی و.

ګودسي وایي چې تېرکال د سپتمبر په میاشت کې په کښتۍ کې ناسته وه، چې ناڅاپه ورڅخه موبایل اوبو ته ولوید، خو اوسمهال لامبوزنو ورته ایفون پیدا کړی او ورته یې سپارلی.

یاده دې وي چې دغه دوه لامبوزن په اوبو کې غورځیدلي شیان لټوي او ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو خپروي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …