کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان او حشمت الله شهيدي د زمبابوې پر وړاندې پنځوسيزې ووهلې
اصغر افغان

اصغر افغان او حشمت الله شهيدي د زمبابوې پر وړاندې پنځوسيزې ووهلې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او همدا راز توپوهونکي حشمت الله شهيدي د زمبابوې پر وړاندې پنځوسيزې ووهلې.

اصغر افغان په ٦٦ توپونو ٥١ ناسوځېدلې او حشمت الله شهيدي په ١٥٤ توپونو ٥١ ناسوځېدلې منډې وکړې. دا د اصغر افغان څلورمه ټېسټ او د حشمت الله شهيدي دويمه ټېسټ پنځوسيزه ده.

افغانستان تر دې مهاله پورې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٦ منډې کړې دي، چې لا هم توپوهنې ته يې دوام ورکړى دى او نن به ٢٤ اورونه لوبه نوره هم ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې په نننۍ لوبه کې تر ټولو زياتې منډې پيليز توپوهونکي ابراهيم ځدراڼ کړې دي، هغه ٧٢ منډې کړې وې، نوموړي د ويسټ انډيز پر وړاندې په دوه ټېسټ لوبو کې ٢ پنځوسيزې وهلي دي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې زمبابوې په دويمه ورځ افغانستان ته د ١٠ ويکټو په ستر توپير ماتې ورکړې وه.

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره …