د افغانستان کرکټ بورډ د ختيځ زون پخوانى مسوول او د کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخوانى ميډيا افيسر بختيار ساحل وايي، چې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي د اصغر افغان له لاسه استعفا ورکړې ده او نن سبا کې روان دى.
هغه په خپل يو پوسټ کې د اصغر افغان په اړه دا هم ليکلي دي، چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې د يوې دسيسې له مخې ځوان لوبغاړي خراب کړل او په دويمه لوبه کې يې د ځان او ملګرو لپاره داسې کار وکړ، چې ځان پرې بيا اتل کړي.
بختيار ساحل په خپله فېسبوکپاڼه کې کې ليکي: ((ظلم په هر ځاى کې روان دى! په وښين (ګراسي) ويشتنځاى يې، پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه. تازه دمي لوبغاړي چې د نړيوال کرکټ هېڅ تجربه يې نه درلوده، ورمخکې کړل. ټول يې پرې تس – نس کړل. خپله لکه غدار قوماندان تر اخره ميدان ته نه راوت. دوه ورځو کې يې د ٣٥ ميليونه خلکو هيلې خاورو سره خاورې کړې.))
هغه مخکې ليکي: ((نن يې د تختې او سيمېټو غوندې ويشتنځاى جوړ کړ، د خپل ټيم (بانډ) کسان يې بيا ورځاى کړل او پخپله هم توپوهنې ته په پينځم پوزيشن راووت. نيمه سليزه\سليزه به وکړي او د لوبې په پاى کې به دوه درې ډوزې وولي او کيسه به ختمه شي.))
بختيار ساحل زياتوي: ((لومړۍ او دويمه ټيسټ لوبه د ملي لوبډلې ټول داستان درته واضح کوي، نور چې سر مو پرې نه خلاصيږي، همددا مرده باد او زنده باد کوئ.))
نوموړى په خپل پوسټ کې په پاى کې ليکي: ((مطلب اجرايوي ریس د ادارې مسایلو له وجې نه بلکې د ملې لوبډلې د قوماندان له وجې استعفا کړې او نن او سبا کې روان دی.))