کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پاسپورټ لپاره اليکترونيکي تذکره شرط شوه
افغان پاسپورټ ۲

د پاسپورټ لپاره اليکترونيکي تذکره شرط شوه

د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره اليکترونيکي تذکره لازمي وګرځول شوه او له دې وروسته به هغه خلکو ته پاسپورټونه نه ورکول کېږي، چې کاغذي تذکرې لري.

د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې له دې وروسته به يوازې هغه خلکو ته پاسپورټونه ورکول کېږي، چې اليکترونيکي تذکرې ولري او په کاغذي تذکرو د پاسپورټونو ورکول بند شو.

دوى په خبرپاڼه کې زياته کړې ده، چې دا پرېکړه يې د دې لپاره کړې ده چې په هېواد کې د اليکترونيکي تذکرو د اخيستلو بهير لا پسې چټک شي.

د يادولو وړ ده چې په پلازمېنه کابل کې د معلوماتو او احصايې ملي ادارې د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ هم بنده کړې ده او يوازې اليکترونيکي تذکرو وېش روان دى، داسې ويل کېږي چې ښايي په ولايتونو کې هم د کاغذي تذکرو وېش په راتلونکي کې ودرول شي.

د يادونې وړ ده چې د اليکترونيکي تذکرو لپاره چې څومره مراجعين څانګو ته ورځي، نو نوم يې ډېر په ځنډ سره راځي، ځينې خلک خو خپل نوبت ته ان په مياشتو مياشتو په تمه وي، چې تر څو نوبت يې راشي او اليکترونيکي تذکره ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …