کورپاڼه / خبرونه / له رحمت شاه وروسته اصغر افغان دويم توپوهونکى شو چې ستر وياړ يې ترلاسه کړ
اصغر افغان

له رحمت شاه وروسته اصغر افغان دويم توپوهونکى شو چې ستر وياړ يې ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د افغانستان دويم توپوهونکى شو چې ستر وياړ يې ترلاسه کړ، نوموړي نن د زمبابوې پر وړاندې سليزه ووهله.

اصغر افغان د زمبابوې پر وړاندې په دويمه ټېسټ لوبه کې ښه وځلېده او په ١٢١ توپونو يې ١٠١ منډې وکړې، چې په ټېسټ لوبو کې د افغانستان دويم سليزه وهونکى توپوهونکى شو.

تر دې مخکې رحمت شاه د افغانستان لومړنى توپوهونکى و، چې په ټېسټ لوبو کې يې سليزه وهلې وه. نوموړي دا کارنامه په ٢٠١٩ کال کې د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړې وه.

اصغر افغان تر دې مخکې د ټېسټ لوبو په يوه پاڼۍ کې تر ټولو زياتې ٩٢ منډې ترلاسه کړې وې، چې دا منډې هغه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړې وې.

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د دويمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې تراوسه پورې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٧ منډې کړې دي، چې اصغر افغان په ١٠١ او حشمت الله شهيدي په ٨٢ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …