کورپاڼه / خبرونه / د اصغر ١٠٦ او شهيدي ٨٦ منډو په مټ افغانستان ٣٠٧ منډې وکړې
اصغر افغان او حشمت الله شهيدي

د اصغر ١٠٦ او شهيدي ٨٦ منډو په مټ افغانستان ٣٠٧ منډې وکړې

د افغانستان لپاره په دويمه ټېسټ لوبه کې کپتان اصغر افغان، حشمت الله شهيدي او ابراهيم ځدراڼ ښه توپوهنه ترسره کړه چې د افغانستان منډې يې ٣٠٧ ته ورسولې.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه نن پيل شوه، چې افغانستان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه. افغانستان د لومړۍ ورځې تر پاى پورې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٣٠٧ منډې وکړې.

اصغر افغان په لومړۍ ورځ سليزه ووهله، دا په ټېسټ لوبو کې د نوموړي لومړنۍ سليزه ده، همدا راز له رحمت شاه وروسته دويم افغان توپوهونکى شو چې په ټېسټ لوبو کې يې سليزه ووهله.

په لومړۍ ورځ اصغر افغان ١٠٦ ناسوځېدلې، حشمت الله شهيدي ٨٦ ناسوځېدلې، ابراهيم ځدراڼ ٧٢، رحمت شاه ٢٣ او جاوېد احمدي بيا ٤ منډې وکړې.

د زمبابوې له خوا ريان برل او ويکټور نياچي ١-١ ويکټ واخيستې.

د يادولو وړ ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې زمبابوې د ١٠ ويکټو په ستر توپير بريا خپله کړې وه. د دويمې ټېسټ لوبې د دويمې ورځ توپوهنه به هم افغانستان پيل کړي.

دا هم ولولئ

اعجاز پټېل په هند کرکټ لوبډلې ریکارډ جوړ کړ

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ورو توپ اچونکي اعجاز پټېل د هند په لوبډله ریکارډ جوړ …