کورپاڼه / جالب / له کباړ څخه ترلاسه شوې دغه پیاله یا جام حیرانوونکې بیه لري

له کباړ څخه ترلاسه شوې دغه پیاله یا جام حیرانوونکې بیه لري

په امریکا کې له کباړخانې څخه ترلاسه شوې پیاله یا جام د چیني نایابو توکو څخه ګڼل شوی او اوسمهال تر پنځو لکو ډالرو پلورل کېږي، یعنې د یو څو زرو پیاله د میلونونو روپۍ خزانه ثابته شوه.

ویل کېږي چې دغه پیاله په پنځلسمه پیړۍ کې جوړه شوې او نیلي رنګه ګلانو ورته د نایابه کېدو درجه وکړې. عموما امریکایان د خپل کور اضافي شیان د یکشنبې په ورځ په باغ کې د خرڅلاو لپاره ږدي، چې هغوی ورته Yard sale وایي، چې دغه پیاله هم د همداسې یو ځای څخه ترلاسه شوې.

د نړۍ مشهوره د نایابه توکو د لیلام ځای چې په نیویارک کې واقع دی، مشر یې پخپل بیان کې د اصلي څښتن په پټولو سره ویلي، چې دغه پیاله په ۲۰۲۰ کال اخیستې وه، چې بیا ورته زنګ هم وهلی و چې آیا دا به کوم نایابه شی وي؟

ویل کېږي چې دغه پیاله لوټس نومېږي او له پورسلین څخه جوړه شوې او د چین د بادشاه یونګلی له دور سره اړیکه لري، دغه راز د ۱۴۰۳ څخه تر ۱۴۲۴ کلونو ترمنځ جوړه شوې او د هغه وخت یوازې شپږ پیالې راپاتې دي.

دا پیاله به د مارچ په اوولسمه نیټه لیلام ته وړاندې او هیله ښودل شوې چې تر پنځو لکو به وپلورل شي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …