د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکى رحمان الله ګربز په تازه درجه بندۍ کې دوه مقامه نور ښکته تللى دى، خو هغه د انګلستان لوبډلمشر ايون مورګن څخه مخکې دى.
د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) تازه درجه بندۍ کې د نړيوالو شل اوريزو توپوهونکو په برخه کې حضرت الله ځاځى مخکې په ٧م مقام کې و، چې اوس نهم مقام ته تللى دى.
د نړيوالو شل اوريزو لوبو د توپوهونکو درجه بندۍ کې ډيويډ ملن د تېر په څېر په لومړي مقام کې دى، خو اسټراليايي لوبډلمشر ارون فنچ بيا د ٢ مقامه پرمختګ سره دويم مقام ته ځان رسولى دى، همدا راز کى ايل راهول او بابر اعظم يو يو مقام ښکته تللي دي، چې اوس په دريم او څلورم مقام کې دي.
راسي وان در دوسين په ٥م، ويراټ کوهلي په ٦م او ګلين ميکسويل په اووم مقام کې د تېر په څېر په خپلو ځايونو ولاړ دي، خو مارټين ګوپټيل بيا درې مقامه پرمختګ کړى دى او اوس په اتم مقام کې قرار لري، حضرت الله ځاځى په نهم او ايون مورګن په لسم مقام کې دي.
⬆️ Aaron Finch climbs to No.2
⬆️ Martin Guptill breaks into top 10Gains for batsmen in the latest @MRFWorldwide ICC T20I Player Rankings after the #NZvAUS T20 series 👀
Full list: https://t.co/2ImN92Rkvr pic.twitter.com/k578Z47wzM
— ICC (@ICC) March 10, 2021
د نړيوالو شل اوريزو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې بيا راشد خان د تېر په څېر لومړى مقام خپل کړى دى، تبريز شمسي په دويم او مجيب الرحمان په دريم مقام کې قرار لري.
اشټون اګر بيا ٤ مقامه پرمختګ کړى دى او په څلورم مقام کې دى، عادل رشيد او اډم زمپا يو يو مقام ښکته تللي دي، چې پنځم او شپږم مقام کې قرار لري.
مچل سانتنر بيا په اووم مقام کې قرار لري، ايش سودي درې مقامه پورته تللى او اتم مقام کې دى، ټيم ساوټي بيا درې مقامه ښکته تللى او په نهم مقام کې دى، خو د سريلانکا لکشن سنداکان بيا ٩ مقامه پرمختګ کړى دى او ١٠م قرار ته رسېدلى دى.
🔼 Ashton Agar in top five
🔼 Ish Sodhi, Lakshan Sandakan in top 10The latest @MRFWorldwide ICC T20I Player Rankings for bowling are here!
Full list: https://t.co/JuWITiYKI5 pic.twitter.com/hnqftCB9DZ
— ICC (@ICC) March 10, 2021