هغه کسان چې د زړه په ناروغیو یاهم د فلج له خطرونو سره مخ وي که چېرته په اوونۍ کې دوه ځلې د ماهي غوښه وخوري، نو د زړه د پیاوړتیا ترڅنګ د زړه د ناروغیو خطر یې تر ډېره حده کموي.
د نړۍ له شپېتو هیوادونو په لکونو کسانو له څېړنو وروسته دې خبرې ته نور هم پیاوړتیا ور کړل شوه، که چېرته تېل لرونکي ماهیان په اوونۍ لږ تر لږه دوه ځلې وکارول شي، نو د زړه ناروغانو ته ډېر ګټور تمامېږي او له فلج څخه مخنیوی کوي.
ویل کېږي چې په تېل لرونکو ماهیانو کې د اومیګا تري فیټي اسید کچه ډېره وي او په همدې سبب د زړه ناروغیو او فلج ته ګټور ګڼل کېږي.
په شمالي امریکا، چین، جاپان او اروپا کې د۱۹۲۰۰۰ کسانو د خوراکي توکو عادتونه څېړل شوي، چې ۵۲۰۰۰ کسانو د زړه ناروغي هم لرله، ویل کېږي چې په دې کسانو کې هغوی چې په اوونۍ کې یې دوه ځلې ماهیان خوړل زړه یې پیاوړی او قوی و او په دې ډول د فلج د ناروغیو خطر یې هم کمېږي.