کورپاڼه / جالب / هغه دوو امریکایي لوبغاړو په زړه پورې کیسه چې میرمنې سره بدلې کړي

هغه دوو امریکایي لوبغاړو په زړه پورې کیسه چې میرمنې سره بدلې کړي

ډېره موده وړاندې په امریکا کې دوو د بیسبال لوبغاړو یو له بل سره د میرمنو د بدلولو سره یو داسې کار ترسره کړی چې تر ننه ورته خلک ګوته په غاښ دی.

د ډیلي ستار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه دوه لوبغاړي فریټز پیټرسن او مایک کیکچ ول، چې په ۱۹۷۲ کال سره په یوه مجلس کې سره مخامخ شول او یو د بل میرمنې یې خوښې شوې چې بیا یې په قانوني ګول سره بدلې کړې.

پیټرسن د میرمنې له بدلولو وروسته وویل، چې د مجلس له ختمېدو وروسته هر یو پخپل موټر کې سره کېناستو، خو په ناارادي ډول په کوڅه کې سره مخکې وروسته شو او موټرې مو ودرولې، ما مې خپلې میرمن میرلین ته وویل، چې ته مایک سره په موټر کې کېنه او د مایک میرمن سوزان دې ماسره کیني او په همدې ډول مو میرمنې بدلې کړې هغه خپل کورته لاړ او زه خپل، په سبا بیا سره مخ شو او پرېکړه مو وکړه چې یو بله شپه هم سره میرمنې بدلوو او له هغې وروسته هم پرېکړه وکړه چې میرمنې سره د تل لپاره بدلې کړو.

راپور وایي چې له دې وروسته دواړو لوبغاړو میرمنې سره بدلې کړې، پیټرسن او سوزان اوسمهال هم سره یوځای ژوند کوي خو مایک او میرلین سره بېل شوي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …