کورپاڼه / روغتيا / کونځلې او تېل یې د هېرولو اړوند ناروغیو ته ګټور وي

کونځلې او تېل یې د هېرولو اړوند ناروغیو ته ګټور وي

موږ ټول پخپلو کورونو کې کونځلې یاهم د کونځو تېل په یو نه یو ډول سره استعمالوو او اوسمهال جاپاني روغتیایي کارپوهانو دعوه کړې چې د کونځلو خوړل یاهم د کونځلو د تېلو استعمال د الزایمر او پارکنسن چې د هیرولو ناروغي هم بولي، مخنیوی کوي.

د جاپاني روغتیایي کارپوهانو له څېړنو معلومه شوې چې په کونځلو کې په طبیعي ډول د سیسمنول جز د دماغي حجرو څخه خارجېدونکي کیمیکل د ډوپاماین سطحه برابره ساتي، خو که چېرته یې سطحه لږه هم خرابه شي نو د پارکنسن ناروغي رامنځته کوي.

ویل کېږي چې دغه څېړنې د اوساکا پوهنتون لخوا ترسره شوي چې هیله بخښوونکې پایلې هم ترلاسه کړي، چې اوسمهال په اړه فکر کوي چې په ذکر شوې ناروغۍ اخته کسانو باندې هم تجربه وکړي.

د څېړنه له مخې د کونځلو د سیسمنول جز دماغي حجرې له خرابېدو څخه ژغوري او اړوند توازن یې ساتي او که چېرته یې توازن خراب شي پارکنسن ناروغۍ رامنځته کوي اړ هغه کسان چې دغه ناروغي لري توازن نه شي ساتلی، حرکتونه یې اغېزمن کېږي، په خبرو کولو کې یې ستونزې وي او څومره یې چې ناروغي ډېرېږي نو د ناروغ حالت هم ورسره خرابېږي، چې په داسې حالاتو کې د کونځلو تېل یو له غوره درملو څخه ګڼل کېږي او په زړه پورې یې لا دا چې د کونځلو پوستکی له کونځلو ډېر سیسمنول لري، نو له تجربو ثابته شوه چې سیسمنول دماغي حجرې له تباهۍ څخه ژغوري.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …