هر پلار د خپلو ماشومانو د روغتیا او د ښوونې او روزنې په فکر کوي، خو په انګلیستان کې یو پلار له خپلو بچیانو سره داسې تړون کړی او امضاء کړی یې دی، چې اوسمهال یې بچیان غټان شوي او د پلار په خلاف محکمې ته عارض شوي.
د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې پر شپږ پنځوس کلن راشد کادلا یې دوو زامنو هاشم او کریم او لور یې عامره محکمې ته عارض شوي او ویلي یې دي چې پلار یې په ماشومتوب کې ورباندې ظلم کړی.
درویشت کلنې عامرې په محکمه کې ویلي، چې په ماشومتوب کې یې پلار ورباندې امضاء کړې وه، چې داسې شیان به نه خوري چې د چاغښت ښکار یې وګرځوي. دغه راز پلار یې ورسره په تړون کې لیکلي ول، چې زه به هیڅکله ځان چاغښت ته نه ورکوم، ډېر ورزش به کوم، هره ورځ به خپل وزن ګورم او تر مرګه به ځان له چاغښت څخه ژغورم.
عامره وایي چې دا پرېکړه به مې پلار کوله چې څه ډول جامې واغوندم، چاسره وګورم او چاسره خبرې وکړم، حتی تر دې چې پلار به مې دا انتخاب هم کاوه چې په تلویزون څه شي وګورم او څه شی ونه ګورم.
دغه راز ماشومانو پخپل پلار تور پورې کړی چې څو ځلې یې وهلي دي او اوسمهال یې په محکمه کې قضیه روانه ده.