-
قبول شوی حج: حضرت ابو هریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، عمره د هغه ټولو ګناهونو کفاره ده چې د اوسنۍ او مخکېنۍ عمرې ترمنځ شوي وي او د قبول شوي حج بدله خو جنت دی.
-
جومات جوړول: حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل، چا چې د الله تعالی لپاره جومات جوړ کړی، الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې کور جوړ کړي.
-
د ژبې او شرم ګاه ساتنه: حصرت سهل بن سعد رصي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، هغه څوک چې ماته د هغه شي ضمانت راکړي چې د دوو ژامو ترمنځ دی (ژبه) او هغه چې د دوو پښو ترمنځ دی (شرمګاه) زه ورته د جنت ضمانت ورکوم.
-
له ګاونډیانو سره ښه سلوک کول: حضرت ابوهریره رضي الله عنه وایي چې یو شخص رسول الله ته وویل چې یا رسول الله صلی الله علیه وسلم، چې فلانۍ ښځه د ورځې روژې نیسي او د شپې لمونځونه کوي خو ګاونډي ته ضرر رسوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې دا ښځه به جهنم کې وي، بیا صحابه کرامو د یو بلې ښځې په اړه وویل چې فلانۍ ښځه یوازې فرض لمونځ کوي او د پنیر ټوټې صدقه کوي، خو ګاونډیانو ته ضرر نه رسوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا ښځه جنتۍ ده.
-
د الله تعالی نومونه یادول: حضرت ابو هریره روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې د الله تعالی یو کم سل یعنې نهه نوي نومونه دي چا چې یاد کړل جنت ته به داخلېږي.
