د ويسټ انډيز لپاره شاى هوپ او ايون ليويس په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ښه توپوهنه ترسره کړه او ويسټ انډيز ته يې د ٨ ويکټو په توپير بريا ورپه برخه کړه.
د سريلانکا او ويسټ انډيز ترمنځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په نارت ساونډ کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې سريلانکا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
سريلانکا په ٤٩ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې دنوشکا ګونتاليکا ٥٥، ديموت کرونارتنى ٥٢ او اشين باندرا ٥٠ منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له خوا جېسن محمد او جېسن هولډر ٢-٢، الزاري جوسيپ، کيرون پولارډ او فابين الين ١-١ ويکټ واخيستې.
د ٢٣٣ منډو هدف د ويسټ انډيز لوبډلې په ٤٧ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړه او د ٨ ويکټو په ستر توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له خوا شاى هوپ په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ١١٠ منډې يې وکړې، همدا راز ايوين ليويس ٦٥ او ډېرين براوو ٣٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سريلانکا له خوا دوشمانتا چميرا ٢ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شاى هوپ ترلاسه کړه.
د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ دويمه لوبه به د مارچ په ١٢مه نېټه ترسره شي.