د پاکستان د لال مسجد خطیب عبدالعریز ویلي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام هیڅکله په چوکیو او صوفو نه دي ناست شوي، نو اور ور واچوو.
په ټولنیزو رسنیو د خپرې شوې ویډیو له مخې لیدل کېږي، چې عبدالعزیز هغه وخت چوکیو او صوفو ته اور واچوو، چې هلته ډېر استادان او زده کوونکي هم موجود ول.
دغه ملا وایي چې رسول الله او صحابه کرام به پر ځمکه ناست و او پرېکړې به یې کولې، هغوی هیڅکله په چوکیو او صوفو نه دي ناست وي او په کور کې یې هم ورته کار ترسره کړی او پر ځمکه کېني او پر ځمکه د ناستې موخه دا وه چې صحابه مجاهد شي او دی هم زده کوونکي مجاهد جوړوي او مجاهد په چوکیو او صوفو نه کیني.
#پاکستان :صوفے پر بیٹھنا جائز نہیں کیونکہ صحابہ کرام صوفے پر نہیں، زمین پر بیٹھا کرتے تھے۔
خطیب لال مسجد مولانا عبدالعزیز نے یہ بیان دیتے ہوئے سب کے سامنے صوفوں کو آگ لگا دی۔
امید ہے مولانا صاحب تمام جدید اشیاء چھوڑ کر #شریعت پر عمل کریں گے۔۔۔#MaulanaAbdulAziz #Pakistan pic.twitter.com/4LP2LwG7Gc— Wasif Abidi (@AbidiCorner) March 10, 2021
د ملا دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او خلک یې له حیرانۍ سره مخ کړي، یو شخص ورته لیکلي، چې هیله ده چې ملا به ټول عصري شیان پرېږدي او پر شریعت به عمل وکړي. یو بل کی بیا لیکلي، هیله چې ملا به اوس خپلو موټرو ته د ټول په مخکې همدا ډول اور ورته کړي او په اوښ او کچر به سفر کوي.