کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ګلبدين حکمتيار يو ځل بيا پاکستان ته تللى دى
ګلبدين حکمتيار

ګلبدين حکمتيار يو ځل بيا پاکستان ته تللى دى

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار پاکستان ته تللى دى او ويل کېږي، چې هلته به پنځه ورځې تېرې کړي او بيا به بېرته هېواد ته راستون شي.

په دې اړه د حزب اسلامي ګوند ځينو غړو ويلي دي، چې نوموړى پاکستان ته د جمعيت اسلامي ګوند په بلنه تللى دى او د پنځه ورځو تېرولو وروسته به هېواد ته راستون شي.

د جمعيت اسلامي ګوند بيا د ګلبدين حکمتيار لپاره يو ځانګړى پروګرام هم جوړ کړى دى، چې د ياد پروګرام په اړه په ټولنيزو رسنيو کې هم خلکو ته معلومات ورکړل شوي دي.

ګلبدين حکمتيار کے اعزاز مين استقباليه

د معلوماتو له مخې، دا پروګرام د ګلبدين حکمتيار په وياړ جوړ شوى دى، چې کوربه يې د جمعيت اسلامي ګوند مشر سناتور سراج الحق دى، دا پروګرام به د مارچ په ١٣مه نېټه، دوه ورځې وروسته، د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ګلبدين حکمتيار تېره اونۍ د افغان حکومت پر ضد په کابل کې لاريون کړى و او په غوښتنو کې يې دا هم ويلي و، چې ولسمشر غني دې له واک څخه استعفا ورکړي او واک دې پرېږدي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …