کورپاڼه / روغتيا / په ښځو کې د زړه د دورې نښې، نښانې څه ډول وي؟

په ښځو کې د زړه د دورې نښې، نښانې څه ډول وي؟

د زړه دوره یو له خطرناکو ناروغیو څخه ګڼل کېږي او بنسټیز لاملونه یې زړه ته د اکسیجن او د وینې نه رسېدنه په ګوته شوې او په همدې سبب زړه له فعالیته لوېږي.

د زړه د دورې په درملنه کې چې څومره ځنډ رامنځته کېږي، د زړه عضلې ورسره کمزوري کېږي. د الرجل په مجله کې د خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې زړه دوره په عموم کې د وینې او اکسیجن د شریان د بندښت په سبب وي، خو پوښتنه داده چې په ښځینه او نارینه وو کې د زړه د دورې رامنځته کېږي مختلفې نښې، نښانې لري او کوم یې بیا ډېر په شدت وي؟ څېړنه وایي چې ډاکتران په ښځو او نارینه وو کې د زړه د دورې مختلفې نښې، نښانې بیان کړي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په ښځو کې د زړه د دورې نښې نښانې ډېرې کمې څرګندېږي، چې بیا په همدې سبب ورته خطرناکه تمامېږي، ویل کېږي چې حتی ښځې په سینه کې د درد احساس هم نه کوي او همدا د زړه د دورې لویه نښه ګڼل کېږي.

په ښځو د ساه اخیستلو ستونزه، د ملا درد، په لاسونو کې درد، د ژامو ستونزه، نا ارامي او زړه بدوالی رامنځته کېږي.

ویل کېږي چې دغه ناروغي په لومړيو کې داسې معلومېږي چې دا به موسمي ناروغي نزله، زکام یا د معدې ناروغي وي بیا په همدې وجه د ښځو د مړینې شمېر له نارینه ډېر زیات وي. ډاکتران وایي چې ښځې د زړه له خاموشې دورې سره ډېرې مخ کېږي، چې بیا یې د زړه عضلې کمزورې کېږي او د مړینې لامل یې ګرځي، نو کله چې په ښځو کې له زړه بدوالي سره خوله یاهم د ژامو د درد احساس کړ؛ سمدستي دې ډاکتر ته مراجعه وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …