کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل پاڼې د ټیک ټاک پر نړۍ هم قدم کېښود

ګل پاڼې د ټیک ټاک پر نړۍ هم قدم کېښود

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې له سندرو ویلو وروسته اوسمهال د ټیک ټاک په نړۍ کې هم قدم کېښود، چې په اړه یې د انستاګرام په تایید شوې پاڼه ځانګړې سټوري هم خپره کړې.

ګل پاڼې د خپل انستاګرام په سټورۍ د ټیک ټاک ویډیو خپره کړې، چې نوموړې ور پکې ډېره ښکلې ښکاري. دغه راز ګل پاڼې د انستاګرام پر سټورۍ د خپل ټیک ټاک ايډي هم خپره کړې او مینوالو ته یې ویلي، چې نوموړې له انستاګرام سربېره اوس په ټیک ټاک کې هم تعقیبولی شي.

بله خوا که چېرته د ګل پاڼې د لنډو ویډیوګانو خپروونکي اپلیکیشن ټیک ټاک اکونټ ته نظر واچوو، نو وینو چې نوموړې تر اوسه پورې بې شمېره ویډیوګانې خپرې کړي او د مینوالو شمېر یې هم دوه نیم میلونه دی، خو ګل پاڼې تر اوسه پورې څوک نه دي تعقیب کړي.

یاده دې چې ګل پاڼه د پښتو مشهوره سندرې ده او د اردو ژبې له مشهور سندرغاړي سره یې هم سندرې ثبت کړي او ویلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …