کورپاڼه / خبرونه / پرونۍ لوبه کې د ډګرساتنې پر مهال د خنډ جوړېدو له امله لوبغاړى اوټ اعلان شو + ويډيو
کيرون پولارډ

پرونۍ لوبه کې د ډګرساتنې پر مهال د خنډ جوړېدو له امله لوبغاړى اوټ اعلان شو + ويډيو

پرون د سريلانکا او ويسټ انډيز په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د سريلانکا يو توپوهونکى په ډېر جالب ډول د لوبڅار له خوا اوټ اعلان شو.

د سريلانکا پيليز توپوهونکى دنوشکا ګونتاليکا هغه مهال د ډګرساتنې پر وړاندې د خنډ جوړېدو له امله اوټ اعلان شو، کله چې ورته کيرون پولارډ توپ اچونه کوله.

نوموړي ٥٥ منډې کړې وې او سريلانکا ١٠٥ منډې کړې وې، خو کوم لوبغاړى نه و سوځېدلى، کيرون پولارډ د ٢٠م اور دويم توپ وکړ، چې دنوشکا وواهه او توپ د هغه خواته نږدې وغورځېده، بل توپوهونکي هڅه کوله چې يوه منډه وکړي، خو دنوشکا له منډې منع کړ.


په همدې وخت کې کيرون پولارډ هم توپ ته راورسېد، خو دنوشکا بېرته هڅه کوله چې له کرښې واوړي، په دې وخت کې توپ هم د هغه په پښه ولګېده او بېرته يې له ځان سره يوړه، چې د پولارډ نه ليرې شو.

پولارډ په دې کار باندې غبرګون ښکاره کړ او لوبڅار ته يې په اشاره وويل، چې دا څه دي؟ لوبڅار هم ريويو واخيسته او له ريويو وروسته يې دنوشکا اوټ اعلان کړ.

دنوشکا چې ٥٥ منډې يې کړې وې، له دې امله اوټ اعلان شو، چې د ډګرساتنې خنډ وګرځېده او obstructing the field له وجې له مېدانه بهر شو.

د يادولو وړ ده چې په دغه لوبه کې د سريلانکا د ٢٣٣ منډو هدف ويسټ انډيز په ٤٧ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړه او د ٨ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …