کورپاڼه / خبرونه / حشمت الله شهيدي؛ دريم افغان لوبغاړى چې ټېسټ لوبه کې يې سليزه ووهله
حشمت الله شهيدي

حشمت الله شهيدي؛ دريم افغان لوبغاړى چې ټېسټ لوبه کې يې سليزه ووهله

د رحمت شاه او اصغر افغان وروسته حشمت الله شهيدي د افغانستان دريم توپوهونکى شو، چې په ټېسټ لوبو کې سليزه وهي، همدا راز د زمبابوې پر وړاندې بيا له اصغر افغان وروسته دويم توپوهونکى دى چې دا کارنامه يې ترسره کړه.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه په متحده عربي اماراتو کې روانه ده، چې په لومړۍ ورځ کپتان اصغر افغان سليزه ووهله او نوموړى تراوسه پورې توپوهنې ته ولاړ دى، چې ١٢١ منډې يې کړې دي.

له هغه وروسته نن په دويمه ورځ حشمت الله شهيدي هم د زمبابوې پر وړاندې خپله لومړۍ ټېسټ سليزه ووهله، نوموړي په ٢٧٦ توپونو سل منډې وکړې او لا هم توپوهنې ته ولاړ دى.

افغانستان تراوسه پورې په ١٠٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٣٣٦ منډې کړې دي، چې اصغر افغان او حشمت الله شهيدي د افغانستان لپاره ستره ملګرتيا هم ترسره کړې ده.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان لپاره په ټېسټ لوبو کې لومړنى توپوهونکى رحمت شاه و، چې سليزه يې وهلې وه، نوموړي دا کارنامه د بنګله دېش پر وړاندې په لوبه کې ترسره کړې وه او په تاريخ کې يې د لومړني افغان په توګ خپل نوم ثبت کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …