کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د شېدو استعمال د شکر د ناروغۍ سبب کېږي

څېړنه: د شېدو استعمال د شکر د ناروغۍ سبب کېږي

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل شوي چې د شېدو استعمال د شکر د لومړي ډول ناروغۍ سبب کېږي، خو ترڅنګ یې باید د شېدو په اړه هم معلومات ترلاسه شي. د خوراکي توکو د کارپوهانو او د روغتیاپالانو له لوري اندیښنه څرګنده شوې، چې د شېدو استعمال د ځوانانو سربېره د منځني عمر لرونکي هم د شکر په لومړي ډول ناروغۍ اخته کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې شکر لومړی ډول هغه ناروغي ده چې د ماشومانړ سربېره ځوانان هم له اغېزو لاندې راولي او کله چې د شکر لومړی ډول ناروغي رامنځته شي نو ترخه یې ډېر کم انسولین جوړوي، دغه راز د شکر لومړی ډول له دویم ډول سره توپیر لري، چې لومړی ډول یې ماشومان او ځوانان او دویم ډول د ډېر عمر لرونکي کسان اغېزمنوي.

د شکر د پېښېدو سببونه څه وي؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې د شکر لومړی ډول ناروغي د جین په سبب رامنځته کېږي، چې میراثي هم ورته ویل کېږي او نور سببونه یې چاپیریال، د خوراک، څښاک عادتونه او د شېدو استعمالول دی.

د خوراکي توکو او روغتیایي کارپوهان پر وینا شېدې هم څو ډولونه لري لکه ای ۱ او ای ۲ باندې ویشل کېږي او د شکر د لومړي ډول ناروغۍ د رامنځته کېدو یو لوی سبب د شېدو استعمال دی، خو تر اوسه په دې اړه کره شواهد نه دي ترلاسه شوي خو د شېدو ځینې ډولونه د شکر د رامنځته کېدو لوی سبب ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې د شېدو مختلف ډولونه مختلف ډوله پروټین لري، د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د شېدو ډول د کیسین پروټین د موجودیت په سبب معلومېږي او دا راته څرګندوي چې شېدې ای ۱ ډوله دي او ای ۲ ډوله یعنې ای ۲ شېدې د غوا شېدې دي چې صحت مندې ګڼل کېږي.

دوی وایي چې په ځینو هیوادونو کې د مېښو شېدې ډېرې استعمالېږي، چې د کیسین پروټینو اندازه یې ډېره وي او د ای ۱ ډوله شېدې ورته ویل کېږي او همدغه شېدې د شکر له ناروغۍ سره اړیکه لري او ځینې نورې ناروغۍ لکه دماغي ناروغي شیزوفرینیا او اټزم رامنځته کولی شي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …