د برازیل په یو ځنګل کې د الوتکې له غورځېدو شپږ دیرش (۳۶) ساعته وروسته د الوتکې پیلوټ ژوندی ترلاسه شوی. د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې د برازیل د امازون په ځنګلونو کې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې الوتکه لوېدلې او له منځه تللې وه، چې د اړوند کارکوونکو لخوا یې د جسد د لټون لپاره هڅې وشوې، خو د پیلوټ نښه هم معلومه نه شوه.
راپور وایي چې دغه الوتکه د سیسنا ۲۱۰ یو ماشین لرونکې الوتکه وه، چې د تخنیکي ستونزو په سبب لوېدلې وه. د الوتکې پیلوټ سینا وایې چې د خطر په احساسولو یې له الوتکې ټوپ کړی او د پراشوټ په مرسته یې ځان ساتلی دی.
نوموړی وایي، چې په ځنګل کې تقریباً شپږ دیرش ساعته تېر کړی او د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې بوټي او د الوتونکو هګۍ خوړلې، کنه نو له لوږې به مړ شوی و.
یاده دې وي چې د برازیل حکومت له څو ورځني لټون وروسته سینا یعنې د الوتکې پیلوټ مړ وګاڼه، خو بیا په ځنګل کې د لرګیو ټولونکو لخوا ولېدل شو او اړوند ادارې ته یې خبر ورکړ، چې اوسهال روغتون ته لېږدول شوی.