د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر محمد نبي او ځوان پيليز توپوهونکي رحمان الله ګربز په متحده عربي اماراتو کې د مشهور سندرغاړي شفيق مريد سره ليدلي دي.
شفيق مريد د محمد نبي او رحمان الله ګربز سره اخيستل شوى يو عکس په انسټاګرام اکاونټ کې خپور کړى دى او ليکلي يې دي، چې محمد نبي يې تل د خوښې لوبغاړى دى، هغه ښه زړه او غوره شخصيت لري.
نوموړى همدا راز ليکي، چې زه ډېر بختور يم چې دا ډول ملګري لرم او ځوان لوبغاړى رحمان الله ګربز چې ځلېدونکى کرکټر هم دى.
View this post on Instagram
رحمان الله ګربز هم په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د شفيق مريد سره اخيستل شوى يو عکس خپور کړى دى او ليکلي يې دي، چې له شفيق مريد سره ماښامنۍ کړې ده. هغه همدا راز نوموړي ته د ښه سفر هيله هم کړې ده.
View this post on Instagram
رحمان الله ګربز چې متحده عربي اماراتو ته څو ورځې وړاندې تللى دى، په ځينو عکسونو کې ليدل کېږي، چې هغه د محمد نبي سره د هغه په کور کې دى.
هغه ځينې عکسونه هم خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې له ولسمشر او د هغه له ماشومانو سره يې ډېر ښه وخت تېر شو، له دې څخه ښکاري چې د محمد نبي کورنۍ هم په متحده عربي اماراتو کې ده.
View this post on Instagram
رحمان الله ګربز په ټک ټاک اکاونټ کې يوه ويډيو هم خپره کړې ده، چې له محمد نبي سره يو ويډيويي ګېم کوي او له دې ويډيو سره يې ليکلي دي، چې هغه له محمد نبي نه دا لوبه وبايلله.