کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یو داسې لوډ سپیکر جوړ شوی چې د زړه بې ترتیبه درزا معلوموي

یو داسې لوډ سپیکر جوړ شوی چې د زړه بې ترتیبه درزا معلوموي

تر اوسه پورې خو مو له لوډ سپیکرو موسیقي او آوازونه اورېدلی، خو اوسمهال یو داسې لوډ سپیکر جوړ شوی، چې ترمخ کېناستل د زړه بې ترتیبه درزا معلوموي.

ویل کېږي چې د واشنګټن پوهنتون له لوري د ماشیني زده کړو د ټیکنالوژۍ په مرسته یو داسې ځیرک لوډ سپیکر جوړ شوی، چې له یو چاسره له نښلولو پرته یې هم د زړه درزا اورېدلی شي او ترتیب او بې ترتیبي معلومولی شي، دغه راز د زړه د لومړنیو درجو مختلفې ناروغۍ په نښه کولی شي، چې په لومړیو تجربو کې بریالی هم ثابت شوی.

دغه سیستم یې د هغه ناروغانو لپاره جوړ کړی چې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري او د زړه د بې ترتیبه درزا په معلومولو سره سمدستي ډاکتر ته هم خبر ورکولی شي.

د لوډ سپیکر جوړونکی ارون شریدر وایي، چې د زړه د درزا بې ترتیبي د فلج او نورو ناروغیو سبب کېږي، خو پېژندل یې ډېر ستونزمن وي او اوسمهال په ډېر کم لګښت یې پېژندنه کېدلی شي او په کور کې یې د استعمال په نتیجه کې د زړه ناروغیو په پایله کې په مړینې او نورو خطرونه کې مرستندویه تمامېږي.

ویل کېږي ناروغ شخص لوډ سپیکر ته تر دوو فوټو لنډ کېنول کېږي او په حساس لوډ سپیکر کې داسې آواز خورېږي چې نه اورېدل کېږي او دغه آواز د ناروغ له زړه او سینې سره د ټکر په پایله کې بېرته راګرځي او دا معلوموي چې زړه درزا څنګه ده؟ د زړه د درزا ترمنځ وقفه برابره ده او که څنګه؟ او په همدې ډول په سمې طریقې سره د زړه د درزا تفصیلي معلومات کوي.

ددې سیستم لومړنۍ ازموینې یې په څلرویشت د زړه په ناروغانو او شپږویشتو روغو کسانو ترسره کړي چې ښې پایلې هم ترلاسه کړي، دغه راز دې سیستم ۱۲۳۰۰ د زړه درزاګانې په نښه کړي او د زړه د درزا ترمنځ اته ویشت ملي ثانیې توپیر یې هم په بریالیتوب ترسره کړی او په راتلوونکې وخت کې نور پرمختګ هم وکړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …