کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان پلار سلیم خان خپل زوی ته د سزا د نه ورکولو لپاره څه وکړل؟

د سلمان خان پلار سلیم خان خپل زوی ته د سزا د نه ورکولو لپاره څه وکړل؟

د بالیووډ د سلطان سلمان خان پلار په تېر کې د خپل زوی د ژغورلو لپاره د هغه سزا خپله منلې وه او دا خبره یې ثابته کړې وه چې والدین خپل اولادونه له ستونزو څخه د ژغورلو لپاره تر کومه حده پورې تللی شي.

سلمان خان په یوه انټروۍ کې د خپل ماشومتوب په اړه کیسه کوي او وایي چې څه ډول یې پلار سلیم خان په ښوونځي کې دده سزا په ځان منلې وه.

سلمان خان وایي، کله چې په څلورم ټولګي کې و، نو ښوونکې یې د فیس په نه راوړلو له ټولګې ایستلی و او کله یې چې پلار له کار څخه کور ته ستنېدو، نو و یې لېدل چې نوموړی له ټولګي بهر ولاړ دی او ورنه یې پوښتنه وکړه چې بیا دې څه ورانی کړی دی؟ چې بیا سلمان خان ورته وویل، چې نه یم خبر خو مدیر صیب له ټولګي راویستی یم او ټوله ورځ دلته ولاړ یم.

سلیم خان چې دا خبره واورېده سیده د مدیر صیب پر لور لاړ او لامل یې ورنه وپوښت، چې مدیر ورته وویل چې د فیس د نه راوړلو په سبب مې له ټولګي ایستلی دی.

په دې وخت کې د سلمان خان مدیر ته وویل، چې د ښوونځي فیس د سلمان نه بلکې زما کار دی، تاسې باید سلمان په ټولګي کې پرېږدئ، له ماسره اوس پیسې کمې دی، زه به یې فیس ادا کړم خو که چېرته اوس سزا ورکوئ نو ماته یې راکړئ، چې بیا سلیم خان د سلمان خان پرځای په هماغه ځای کې ودرید.

یاده دې چې سلمان خان خپلو والدینو ته ډېر نږدې او ګران دی او د یوې شانداره ماڼۍ پرځای له خپلو والدینو سره یوځای ژوند کوي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …