کورپاڼه / خبرونه / اصغر او شهيدي په اماراتو کې تاريخي ريکارډ جوړ کړ
اصغر افغان او حشمت الله شهيدي

اصغر او شهيدي په اماراتو کې تاريخي ريکارډ جوړ کړ

د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او تکړه توپوهونکي حشمت الله شهيدي په متحده عربي اماراتو کې د زمبابوې پر وړاندې ستره ملګرتيا ترسره کړه او تاريخي ريکارډ يې جوړ کړ.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې دويمه ټېسټ لوبه روانه ده، چې نن يې دويمه ورځ ده، په دې لوبه کې لوبډلمشر اصغر افغان او حشمت الله شهيدي سليزې ووهلې.

خو دواړو په ګډه د ٣٠٧ منډو ملګرتيا ترسره کړه، چې دا په زېد کرکټ لوبغالي کې تر ټولو ستره ملګرتيا ده، تر دې مخکې په دې لوبغالي کې د ٢٤٨ منډو ملګرتيا ترسره شوې وه.

د پاکستان شعېب ملک او اسد شفيق د اماراتو په دې لوبغالي کې د ٢٤٨ منډو ملګرتيا په پنځمه ويکټ ترسره کړې وه، چې اصغر افغان او حشمت الله شهيدي په څلورمه ويکټ ٣٠٧ منډې ملګرتيا ترسره کړه.

همدا راز په ټېسټ لوبو کې په څلورمه ويکټه د ٣٠٧ منډو ملګرتيا ١٨مه غوره ملګرتيا ده، چې په ټېسټ سياليو کې د افغان لوبغاړو له خوا ترسره شوه، د افغانستان له لوري بيا د دوه لوبغاړو له لوري په ټېسټ لوبو کې دا تر ټولو ستره ملګرتيا ده.

د يادولو وړ ده چې په دويمه ټېسټ لوبه کې افغانستان تر دې مهاله پورې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٤٥٠ منډې کړې دي، چې اصغر افغان ١٦٤، حشمت الله شهيدي ١٤٧ ناسوځېدلې او ابراهيم ځدراڼ ٧٢ منډې کړې دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …