کورپاڼه / جالب / له انګلیستان څخه یونان ته د تلوونکې میرمنې عمر یو کال ډېری شوی

له انګلیستان څخه یونان ته د تلوونکې میرمنې عمر یو کال ډېری شوی

یوې انګلیستانۍ میرمنې له انګلستان څخه یونان ته په تګ سره د خپل عمر د یو کال د ډېرېدو په اړه په زړه پورې ادعا کړې.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه میرمن سوزي ینګ نومېږي او د انګلیستان دی او پر ټیک ټاک یې د یوې ویډیو له مخې ویلي، چې یونان ته یې په راتګ سره د عمر یو کال ډېر شوی دی.

سوزي ینګ زیاتوي کله چې په یونان کې ماشوم پیدا کېږي، نو د پیدایښت پرمهال یو کلن ګڼل کېږي او په همدې ورځ یې کلیزه هم لمانځل کېږي او کله چې یې د پیدایښت یو کال بشپړ شي، نو دغه وخت یې عمر دوه کاله کېږي.

سوزي وایي چې په همدې سبب یې یونان ته په راتګ یو کال عمر ډېر شوی دی او په یونان کې د حمل د دوران عمر هم په ماشوم پسې حسابېږي، که څه هم د پیدایښت عمر یو کال نه وي خو په یونان کې د ماشوم له زېږېدو سره سم یو کلن ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …