خپلواک وېبپاڼه (٢٦ اکتوبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې او د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې ترمنځ د کابل په لوبغالي کې ٥ يو ورځنۍ لوبې ترسره کېږي.
دغه لوبې چې د اکتوبر په ٢٨مه نېټه به پيل شي، د نومبر تر ٤مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې د افغانستان کرکټ بورډ په وينا، موخه يې د دواړو لوبډلو د راتلونکو لوبو لپاره چمتووالى دى.
د يادولو ده چې د راتلونکې مياشت په ١٤مه نېټه د اسيايي لوبډلو ترمنځ د ايمرجينګ جام سيالۍ پيلېږي، چې د افغانستان په ګډون پکې د هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات، عمان، سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ ايمرجينګ لوبډلې هم پکې برخه اخلي.
دغه اسيايي ايمرجينګ جام به په ١٤م نومبر د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې او پاکستان ايمرجينګ لوبډلې ترمنځ د لومړۍ لوبې څخه پيل شي، چې افغانستان به پکې له هغه وروسته د عمان ايمرجينګ لوبډلې او د سريلانکا ايمرجينګ لوبډلې سره هم لوبې وکړي.
بل لوري ته کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله به د نومبر له ٢٠مې نېټې بيا تر ٣٠مې نېټې پورې په هند کې د هند له ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې سره ٥ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې دغه لوبې په هند کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې په کابل کې د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو او ايمرجينګ لوبډلو ترمنځ سيالۍ په همدې موخه ترسره کېږي، چې اسيايي ايمرجينګ جام او د هند له ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو سره د سياليو لپاره په لوبډلو کې غوره لوبغاړي انتخاب شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د اکتوبر په ۲۸مه، دويمه يو ورځنۍ لوبه د اکتوبر په ۲۹مه، دريمه يو ورځنۍ لوبه د اکتوبر په ۳۱مه، څلورمه يو ورځنۍ لوبه د نومبر په ۲مه او پنځمه يو ورځنۍ لوبه د نومبر په ۴مه نېټه ترسره کېږي. دغه ټولې لوبې به سهار ۹ بجې پيلېږي.