کورپاڼه / خبرونه / یوه شرکت په میلونونو ډالرو د مسو په نوم تیږي پلورلي دي

یوه شرکت په میلونونو ډالرو د مسو په نوم تیږي پلورلي دي

د یوې لویې سوداګریزې دوکې یا درغلې په ترڅ کې د لسو زرو ټنو مسو پرځای تیږو ته د مسو رنګ ورکړل شوی او لېږل شوي، چې اوسمهال یې په نړیواله کچه څېړنې روانې دي.

ویل کېږي چې د سویزرلینډ د مرکري انرژۍ شرکت له ترکي شرکت څخه په ډېره اندازه خام مس اخیستي ول، چې قیمت یا ارزښت یې شپږ دیرش میلونه ډالر و، چې دغه اندازه مس به په درې سوو کانټینرونو کې وړل کېدل، خو چین پورې لا نه ول رسېدلي چې معلومه شوه چې د مسو پرځای یې ورته تیږي بار کړي او په ډېر هنر ورته د مسو رنګ ور کړل شوی و.

ویل کېږي چې مسو دومره اندازه د ترکیې د یو شرکت بایتسان باکیر لخوا استول کېدل او اوسمهال یې په اړه د ترکیې او انګلیستان په محکمو کې څېړنې روانې دي.

په اړه د ترکیې حکومت سمدستي ځینې کسان هم نېولی، خو د استنبول د وای بي قانوني مشاروتي شرکت وایي، چې په لومړیو کانټینرو کې یې مس ول، چې بیا یې بند کانټینرونه پرانیستل شوي او مس ترې ایستل شوی، بیا ور پکې د مسو په څېر ډبرې یا تیږي ایښودل شوي، خو دا چې دا کار کله او څنګه وشو، څېړنې یې په اړه روانې دي.

خو بله خوا ترکي شرکت سره بیا بیا ځلې اړیکه نېول شوې، خو د هغوی له لورې کوم څرګند دریځ نه دی نېول شوی.

دا هم ولولئ

بابر اعظم له ویراټ کوهلي مخکې او لومړی مقام یې خپل کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د نړیوالو یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ …